احتجاج ليک
د ازاد افغانستان د ملی تفاهم  د تحقق  دټولنې د ازاد افغانستان د ملی تفاهم د تحقق دټولنې


د ١٣٨٩ کال د تلۍ ٥                                                                                            کابل – افغانستان

------------------------------------------------------------------------------------

 
د ګران هيواد ازاد او خپلواک  افغانستان ولسونو، دينۍ علماو، سياسيونو، فرهنګپالو او د سياسی او ټولنيزوچارو قدرمنو فعالينو٠

السلام عليکم ورحمته الله و برکاته٠٠٠


داسي ښکاري چې د افغانستان په ځوانه دموکراسۍ کې د نورو ډيرو سترو اشتباهګانو او غلطيو په څير د بيان ازادي هم له سترو ننګونو سره مخ ده او ورځ په ورځ د سياسي موخواو د بعضی اشخاصو د شخصي ذوقونو او سليقو قرباني کيږي او پر مخ  درندې څپېړې خوري.په دي لړ کې زياتره هغه رسنئ تر ګواښ لاندى راځي چې حقيقتونه راسپړي او ملي ګټو ته ژمنتيا لرې، نه شخصی ګټوته او سليقوته ، نه هم زورواکي  او بى عدالتي ته سر ټيټولې شې٠ چې ښه بېلګه يي دادى دوو څه نا څه پخوانيو، مشهورو، ملي او ارزښتمنو ويبپاڼو ټول افغان او بينوا ته د بنديدلو ګواښونه دي. دغه دواړه ويب پاڼې په ريښتنې ډول په ملی او اسلامې روحيه سمبال پاڼې دي، که چېرته په هيواد کې پر رسنيو د څار رښتينې او نا پييلې مراجيع شتون لرلى نو ټول افغان او بينوا به يي د خپلو ښو او وطنپالونکوخدمتونو له امله ستايلې واې او د ځنو نورو هيواد دښمنو،نفاق اچوونکو،او زموږ د ملي او اسلامي کلتورخلاف رسنيو او خپرونو مخه به يي نيولې واى.
خو په ډير تاثر او تاسف سره دسپتمبر مياشتې پر ۲۶ مودټول افغان او بينوا ويب پاڼو په پاڼوکي خبرولوست چي په ټول افغانستان کي د ټول افغان او بېنوا ملی  انټرنیټ پاڼو پر خپرنو بندیز لګیدلی دی .
له بدمرغه دپورته ټکوپه لوستلوپدې يوځل بياباوري شولو چي چي عدلي او قضائی ارگانونه لکه څنگه چې ئي بايد دقانون له پلي کېدودفاع کړې واي  هم دقانون ترپښولاندي کوونکوپه چوپړکښي ليدل کيږي .
که چيرته دغه پريکړه شوي وې نو په کلکه غندنه ئی کوو، او ورته نورو داسی  بی بنسټه او د ملی ګټو خلاف هر پريکړه د افغان متدين ولس سره ښکاره دښمنی بولو٠
پدې اساس په ټولو  دولتې او غير دولتی ، ملی او بين المللې حقوقی مراجيعو باندی غږ کوو چی ددغسی غير قانونې پريکړو مخه ډب کړې، او تر څنګ ئی غواړو چی کومو مراجيعو او اشخاصو چی دغه غير ملی کړو ته  لاس وهنه کړې ده ډير ژر دی له ټول افغان او بينوا ويب پاڼو د چلوونکو ځخه معذرت وغواړې که چيرته زمونږ دغو غوښتونو ته ځوک پام نه کوې ، نو بيا په ټولو ملی ګټو پالنوکو اشخاصو او سياسی، فرهنګې  ټولنو غږ کوو تر ځو د ملی او بين المللې نافذه قوانينو په پام کی نيولو سره داسی يو فرهنګی او مطبوعاتی احتجاج جوړ کړو تر ځو چی د اسلام، دمکراسی او ازادې دسپځلو نومونو ځخه د ځان لپاره د شخصی ګټې پورته کوونکو اشخاصو او مراجيعو لپاره د عبرت تاريخی درس شې ٠
مونږ ټول افغانان بايد د خپلو ملی ګټو  دساتنې حق دتل لپاره  ځان ته  محفوظ وساتو او هيچاته دا اجازه او جرئت نه ورکو چی زمونږ د قلم وسله  له مونږ ځخه واخلې او يا هم د خپلو شخصی ګټو قربانې ئی کړې٠


د ازاد او خپلواک افغانستان د واقعې ازادې او سوکالې په لور


اجمل شينوارې
د ازاد افغانستان دملی تفاهم د تحقق دټولنې رئيس
کابل فون 0093777290404
هلنډ فون 0031616688604
ايميل azadafg@hotmail.com


September 29th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
بیانات، پیامها و گزارشها